عدن (ویب نیوز) د یمن د اطلاعاتو وزیر معمر الاریاني ادعا کړې چې حوثي ډله هڅه کوي د باب المندب له تنګي څخه پر تېرېدونکو بېړیو د مالیې اخیستو نظام رامنځته کړي. هغه فرانسوي خبري اژانس ته ویلي، د استخباراتي معلوماتو له مخې د ایران سپاه پاسداران په دې برخه کې له حوثیانو سره مرسته کوي. د هغه په وینا، حوثیان غواړي باب المندب د خپلو مالي سرچینو او وسله والو فعالیتونو د تمویل لپاره وکاروي، چې دا د سیمې امنیت او نړیوال سمندري تجارت ته یوه جدي او خطرناکه پرمختګ بلل کېږي.
