کوټه (ویب نیوز): د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبایي جنرل سېکرټر مابت کاکا د اګست اتمې شهیدانو ته د درناوي پېرزوینې وړاندې کړې او ویې ویل چې دغو شهیدانو د سولې، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، بشري حقونو او د پښتون قوم د ملي او ولسواک حقونو لپاره د خپلو سرونو قرباني ورکړې او تلپاتې مقام یې خپل کړی دی. هغه وویل، سږ کال د شهیدانو یاد په داسې حال کې نمانځل کېږي چې پښتونخوا او بلوچستان یو ځل بیا د ترهګرۍ، هدفي وژنو او ناامنۍ له نوې څپې سره مخ دي. د نوموړي په وینا، د پښتنو د قربانیو اوږد تاریخ د سپین تنګي، بابړې، ساینس کالج، چمن، سول روغتون کوټې، شهید ملک عبیدالله کاسي، شهید خالق داد بابړ، شهید نورالله دومړ، مانګي ډېم او نورو خونړیو پېښو پورې غځېدلی دی. مابت کاکا وویل چې عوامي نېشنل ګوند به د سولې، ولسواکۍ، د اساسي قانون د واکمنۍ او د ولس د حقونو لپاره خپله سیاسي مبارزه روانه ساتي. هغه اعلان وکړ چې د اګست په اتمه به په چمن کې د شهیدانو د یاد ستره غونډه جوړه شي، چې پکې به د ګوند مشران، کارکوونکي، د شهیدانو کورنۍ، سیاسي او ټولنیزې شخصیتونه او ګڼ شمېر خلک ګډون وکړي، او له ټولو مسؤلینو او فعالانو یې وغوښتل چې د غونډې د بریا لپاره پراخې تیارۍ او د خلکو سره اړیکې لا پیاوړې کړي.
