کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي، د زیارت د پرلت کمېټې سره په ترسره شویو خبرو کې د لیویز ځواک د بېرته بحالولو هېڅ ډول ژمنه نه ده شوې. نوموړي وویل، که اپوزېسیون د لیویز د بحالۍ غوښتنه لري، باید د پارلماني او قانوني لارې څخه کار واخلي، په اسمبلۍ کې دې بل وړاندې کړي او د لابۍ له لارې دې موضوع پر مخ یوسي. هغه ټینګار وکړ چې حکومت د ټولو ستونزو حل د قانون او اساسي قانون په چوکاټ کې غواړي او اپوزېسیون باید د احتجاج پر ځای په پارلماني فورمونو کې خپل رول ترسره کړي.
