پاکستان ۲۹ جولائی ۲۰۲۶

سعودي عرب د پاکستان د ۵ ارب ډالرو پور د بېرته ورکولو موده درې کاله وغځوله

اسلام‌آباد (ویب نیوز): سعودي عرب د پاکستان د ۵ ارب ډالرو پور د بېرته ورکولو موده د درېیو کلونو لپاره غځولې ده، چې له امله به یې پر پاکستان د سمدستي بهرنیو پورونو د ورکړې فشار کم شي. د سټېټ بانک چارواکو ویلي، دا مهال د پاکستان سره د سعودي عرب ټولټال ۸ اربه ډالره زېرمه موجوده ده، چې له دې ډلې ۳ اربه ډالره د روان کال په اپرېل میاشت کې ترلاسه شوي وو. د چارواکو په وینا، د روان کال د پاکستان بهرنۍ مالي اړتیاوې ۲۱.۵ اربه ډالرو ته راکمې شوې دي او د بهرنیو پورونو د سود په ورکړه کې هم نږدې نیم ارب ډالره کموالی راغلی دی. سټېټ بانک ویلي، د جولای په میاشت کې ۲.۲ اربه ډالره پورونه بېرته ورکړل شوي، د چین څخه د ۱.۳ اربه ډالرو سوداګریز پور د بیا تمویل تمه راتلونکې میاشت کېږي، او تېر مالي کال کې له ازاد بازار څخه ۹ اربه ډالره اخیستل شوي دي. چارواکي زیاتوي چې د ۲۰۲۶ کال تر دسمبر پورې د بهرنیو اسعارو زېرمې ۲۰.۲ اربه ډالرو ته د رسولو هدف ټاکل شوی دی.