کوټه (ویب نیوز): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې ولسوالۍ د اجرائیه کمېټې غونډه د صوبایي سینیئر مرستیال او د کوټې د ولسوالۍ د سېکرټر سید شراف آغا په مشرۍ د ګوند په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، چې پکې د ګوند صوبایي مشر عبدالقهار خان ودان او د دفتر سېکرټر ملک عمر کاکړ هم ګډون درلود. په غونډه کې د تنظیمي او سیاسي چارو، د غړیتوب بشپړولو، د ولسي اړیکو کمپاین، د نوو غړو د شاملولو پروګرامونو او د اګست میاشتې د تنظیمي کانفرنسونو د بشپړولو په اړه خبرې وشوې. عبدالقهار خان ودان وویل چې کوټه د ناامنۍ، غلاوو، وسله والو لوټمارو، د برېښنا او ګاز پرلهپسې لوډشیډنګ، د ګاز فشار او برېښنا ولټاژ کمښت، د اوبو کموالي او بېکارۍ له امله د ستونزو ښار ګرځېدلی او د خلکو د سر او مال خوندیتوب هم له جدي ګواښ سره مخ دی. غونډې د حکومت پر کړنو سختې نیوکې وکړې او د خلکو پر ضد پالیسي یې وغندله. همدارنګه پرېکړه وشوه چې د کوټې د ولسوالۍ د کمېټې میاشتنی غونډه به د اګست په لومړۍ نېټه د ګوند په مرکزي دفتر کې ترسره کېږي او ټولو غړو ته د وخت پر سر د لازمي ګډون لارښوونه وشوه.
