نیویارک (ویب نیوز): د نیویارک پوهنتون د ځمکپوهنې استاد پروفیسور مایکل ریمپینو ادعا کړې چې پر ځمکه هر شاوخوا ۲۷ میلیونه کاله وروسته سترې طبیعي پېښې او افتونه رامنځته کېږي او اوسنی وخت هم د داسې یوې دورې ته نږدې کېدای شي. هغه په خپلې نوې څېړنه کې د تېرو شاوخوا ۲۶۰ میلیونه کلونو د ۸۹ مهمو جیولوجیکي پېښو بیا ارزونه کړې، چې پکې د ژوو ستره له منځه تګ، په سمندرونو کې د اکسیجن ناڅاپي کمښت، د اورغورځوونکو غرونو چاودنې، پراخې زلزلې، د سمندر د سطحې بدلونونه او د سمندر د تل د پراخېدو د چټکتیا بدلونونه شامل دي. د هغه په وینا، دغه پېښې د ۲۷ میلیونه کلونو له یوه تکراري پړاو سره تړاو لري، خو ګڼ شمېر نور ځمکپوهان وایي چې د دې ادعا د قطعي ثبوت لپاره لا ډېرو علمي شواهدو ته اړتیا ده.
