کوټه (ویب نیوز) د کوټې د وړو صنعتونو او سوداګرۍ خونې مشر میر مراد بلوچ ویلي، په بلوچستان کې د امن او امان خراب وضعیت او د کوټې او لرې پرتو سیمو ترمنځ د لویو لارو ناامنه کېدل د صوبې اقتصاد ته جدي ګواښ دی. د هغه په وینا، د سړکونو د بندېدو له امله ناروغان پر وخت درملنې ته نه رسېږي، د خوراکي توکو، درملو، سون توکو او نورو اړینو توکو لېږد اغېزمن شوی او سوداګریز فعالیتونه له سختو زیانونو سره مخ دي. نوموړي له وفاقي او صوبایي حکومت، امنیتي ځواکونو او اړوندو ادارو وغوښتل چې د ملي لویو لارو امنیت دې ژر تر ژره یقیني او د خلکو او سوداګرۍ عادي تګ راتګ دې بېرته بحال کړي.
