هنګو (ویب نیوز) د خېبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ د خزینه پولیسو پر پوستې ترهګرو برید کړی، چې له امله یې ډي اېس پي دیار خان په ګډون ۵ پولیس سرتېري شهیدان او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، له برید وروسته د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ سخته نښته وشوه او پولیسو په ځوابي عملیاتو کې ۶ ترهګر ووژل. چارواکي وایي چې د تښتېدلو بریدګرو د نیولو لپاره په سیمه کې د لټون عملیات دوام لري. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي برید په کلکو ټکو غندلی، شهیدو پولیسو ته یې درناوی وړاندې کړی، د هغوی له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د ژر رغېدو دعا یې کړې ده.
