مقامی ۳۰ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان سوداګرو ټولنې ملي لویې لارې ناامنه دي، حکومت د خلکو په ساتنه کې پاتې راغلی

کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان مرکزي سوداګرو ټولنې د صوبې د امنیتي وضعیت، پر ملي لویو لارو د ناامنۍ، پر سوداګرو او ټرانسپورټرانو د بریدونو او د باروړونکو موټرو د سوځولو پېښو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د ټولنې مشر عبدالرحیم کاکړ او نورو غړو په ګډه اعلامیه کې ویلي، د لویو لارو ناامنۍ د ټرانسپورټ اعتصاب رامنځته کړی، چې له امله یې د خوراکي او نورو ضروري توکو لېږد اغېزمن شوی دی. دوی له حکومت، امنیتي ادارو او اړوندو چارواکو غوښتي چې پر لویو لارو د دولت واکمني ټینګه کړي او د خلکو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو امنیت یقیني کړي.