کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان هایکورټ له لوري د قلات ډویژن د ختمېدو په اړه د روانې مقدمې په تړاو وضاحت خپور شوی، چې له مخې یې محکمې تر اوسه د قلات ډویژن د ختمېدو نوټیفیکیشن نه دی معطل کړی او نه یې هم د سټې (حکم امتناعي) امر صادر کړی دی. د هایکورټ وکیل ظهیر احمد ساسولي ویلي، محکمې د سټې غوښتنلیک او اصلي پټیشن د منظمې اورېدنې لپاره منظور کړي او ټولو اړخونو ته یې نوټیسونه جاري کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې د قضیې راتلونکې اورېدنه به د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۶مه ترسره کېږي، چې پکې به د سټې غوښتنې په اړه هم مفصل دلایل واورېدل شي.
