کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي، د زیارت د پرلت کمېټې سره د ترسره شویو مذاکراتو پر مهال د لیویز ځواک د بېرته بحالۍ په اړه هېڅ ډول ډاډ یا ژمنه نه ده شوې. نوموړي روښانه کړه چې په خبرو اترو کې داسې هېڅ وعده نه وه شوې چې د لیویز ځواک د بیا فعالولو ضمانت پکې ورکړل شوی وي. هغه وویل، که اپوزیسیون ګوندونه د لیویز ځواک د بحالۍ غوښتونکي وي، نو باید د احتجاج پر ځای پارلماني لاره خپله کړي، ځکه هغوی خپله د پارلمان او صوبايي اسمبلۍ غړي دي. د ده په وینا، اپوزیسیون دې د لابینګ له لارې په اسمبلۍ کې قانوني مسوده (بل) وړاندې کړي او دغه موضوع دې د اساسي قانون او قانوني چوکاټ له مخې مخته یوسي. میر ضیاالله لانګو زیاته کړه چې حکومت د ستونزو حل ته ژمن دی، خو هره پرېکړه به د قانون او اساسي قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي. هغه پر اپوزیسیون غږ وکړ چې د احتجاج پر ځای دې په پارلماني فورمونو کې اغېزناک رول ولوبوي، څو د ولس ستونزو ته دوامدار او قانوني حل وموندل شي.
