مقامی ۳۰ جولائی ۲۰۲۶

د هرنایي–سبي سړک جوړېدل به د هرنایي اقتصاد او پرمختګ ته نوې لاره هواره کړي، نور محمد دمړ

هرنایي(ویب نیوز) د بلوچستان د خوړو وزیر حاجي نور محمد خان دمړ ویلي، د هرنایي–سبي سړک جوړول به د سیمې د پرمختګ، اقتصاد، سوداګرۍ او کارموندنې لپاره مهم ګام وي. نوموړي وویل، د ۱۹ اربه روپیو دې پروژې ته د صوبایي کابینې اصولي منظوري ورکړل شوې او د سړک جوړولو چارې به د نیشنل های‌وې ادارې له لارې ترسره کېږي. د هغه په وینا، ۱۵ اربه روپۍ به وفاقي حکومت او ۴ اربه روپۍ به صوبایي حکومت ورکوي. نوموړي زیاته کړه چې د دې سړک په بشپړېدو سره به د کرنیزو محصولاتو او معدني موادو لېږد اسانه او د هرنایي د خلکو د ژوند شرایط لا ښه شي.