مقامی ۳۰ جولائی ۲۰۲۶

د هرنای–سبي سړک جوړول به د هرنای اقتصاد او پرمختګ ته نوې وده ورکړي

هرنای(ویب نیوز) د بلوچستان د خوراک صوبايي وزیر حاجي نور محمد دمړ ویلي، د هرنای–سبي سړک جوړول به د سیمې د پرمختګ، سوداګرۍ، کرنې او روزګار لپاره مهم ګام وي. هغه وویل، د ۱۹ اربه روپیو دې پروژې ته د صوبايي کابینې له خوا اصولي منظوري ورکړل شوې او سړک به د نیشنل هایوې ادارې له لارې د وفاقي او صوبايي حکومتونو په ګډه مالي مرسته جوړېږي. نوموړي زیاته کړه، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د هرنای خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او اقتصادي فعالیتونه به پراخ شي.