مقامی ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

احمد خان: ناسمې پالیسۍ او پرېکړې د پښتنو د ستونزو لامل شوې دي

کوټه (ویب نیوز)د افغان قومي موومنټ مشر احمد خان د یوه پلاوي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د ناسمو پالیسیو او غلطو پرېکړو له امله پښتانه لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هغه وویل، د افغانستان پر ضد د شوروي یرغل له مودې وروسته د ځینو پالیسیو پایله افراطیت او ترهګري وه، چې د ده په وینا زرګونه بې‌ګناه انسانان یې قرباني کړل. احمد خان پر ځوانانو غږ وکړ چې د خپلو ملي حقونو د ترلاسه کولو، د خپل راتلونکي د ښه کولو او د سوله‌ییزې او سیاسي مبارزې له لارې د خپلې ټولنې د پرمختګ لپاره فعاله ونډه واخلي.