اسلامآباد (ویب نیوز): د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان او د مالېزیا د بهرنیو چارو وزیر داتو سري محمد حسن سره جلا جلا ټیلیفوني خبرې وکړې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، له سعودي وزیر سره په خبرو کې د سره سمندر او باب المندب د وروستیو حالاتو ترڅنګ د فلسطین پر روان وضعیت هم خبرې وشوې او د عربي او اسلامي هېوادونو د ګډې غونډې د رابللو وړاندیز هرکلی وشو. دواړو لورو د نږدې اړیکو پر دوام هم موافقه وکړه. له مالېزیايي وزیر سره په خبرو کې د فلسطین او اشغال شوي بیت المقدس پر وضعیت تفصیلي بحث وشو، او دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په نړیوالو فورمونو کې د ګډې همکارۍ پر دوام خپل هوډ تازه کړ.
