پاکستان ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

د خزانې وزارت: د نړیوالو تېلو د بیو لوړېدل په پاکستان کې د ګرانۍ د زیاتېدو اندېښنه پیدا کړې

اسلام‌آباد (وېب نیوز): د پاکستان د خزانې وزارت په خپل میاشتني اقتصادي راپور کې ویلي چې د نړۍ په کچه د تېلو د بیو لوړېدو له امله په هېواد کې د ګرانۍ فشار د زیاتېدو امکان شته. راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۶م کال د جولای میاشت کې د انفلاسیون کچه له ۹ تر ۱۰ سلنې پورې رسېدلی شي، او د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ د نړیوالې انرژۍ او مالي بازارونو لپاره هم خطر ګڼل کېږي. راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال پر مهال مستقیمه بهرنۍ پانګونه ۳۳.۹ سلنه کمه شوې، صادرات ۳۰.۸ میلیارده ډالرو ته راټیټ شوي، خو د بهر مېشتو پاکستانیانو لېږل شوې پیسې ۴۱.۶ میلیارده ډالرو ته لوړې شوې دي. وزارت ویلي چې د هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمې ۲۲.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې، خو د بارانونو د کموالي له امله د خریف فصلونو او کرنیز تولید د اغېزمنېدو اندېښنه هم موجوده ده۔