د پاکستان سنټرل ماینز لیبر فدراسیون د سورنج د سکرو کان په خونړۍ پېښه کې د ۳۶ کانکیندونکو پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او له حکومت یې غوښتي چې د پېښې بېطرفه پلټنې وکړي او مسؤل کسان دې سختې قانوني سزا ته وسپاري. د فدراسیون یو پلاوی د مرکزي مشر عبدالستار په مشرۍ د پېښې ځای ته ورغلی، له ټپیانو او ژوندي پاتې شویو کانکیندونکو سره یې لیدلي او د هغوی د ستونزو پوښتنه یې کړې ده. د فدراسیون مشرانو ویلي، د خوندیتوب د قوانینو نه پلي کېدل، د عصري وسایلو او مناسبې هواخورۍ نشتوالی د کانونو د پرلهپسې مرګونو اصلي لاملونه دي. هغوی له حکومت غوښتنه کړې چې د کانونو د خوندیتوب لپاره دې عصري تجهیزات، د ګازو د معلومولو ډیجیټلي وسایل، د اکسیجن سلنډرونه او د ورځنیو تخنیکي پلټنو سیستم عملي کړي، د قراردادي نظام پای ته ورسوي او د خوندیتوب اصولو څخه سرغړونکو شرکتونو پر ضد دې سخت قانوني اقدامات وکړي.
