راولپنډۍ (وېب نیوز): د آی اېس پي آر مشر لېفټننټ جنرال احمد شریف چوهدري ویلي، د شهیدانو په اړه د مولانا وروستۍ څرګندونې د پوهېدو وړ نه دي. نوموړي د خبري غونډې پر مهال وویل چې د ترهګرۍ ضد «غضب للحق» عملیات روان دي او یوازینی هدف یې د ترهګرو پر ضد اقدام دی. هغه زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د ځان د دفاع بشپړ حق لري او ادعا یې وکړه چې افغان طالبان د ترهګرو ملاتړ کوي. نوموړي د ایمنسټي انټرنېشنل پر راپور هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې یاد راپور د افغان حکومت پر معلوماتو ولاړ دی. احمد شریف چوهدري وویل، له «هارډ سټېټ» څخه موخه هغه دولت دی چې پکې اساسي قانون او قانون پر ټولو یو شان تطبیقېږي، نه دا چې پوځ پر دولت واکمن وي، او ښه حکومتولي د امن او ثبات بنسټ جوړوي.
