راولپنډۍ (وېب نیوز): د آی اېس پي آر مشر لېفټننټ جنرال احمد شریف چوهدري ویلي، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر دی او دی پرې تبصره نه کوي. نوموړي د خبري غونډې پر مهال وویل چې د پاکستان د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره ښه حکومتولي اړینه ده او ولس ته غوره حکمراني ورکول د دولت مسؤلیت دی. هغه زیاته کړه چې د نیشنل ایکشن پلان په اړه د ټولو سیاسي ګوندونو ترمنځ اتفاق موجود دی. د ده په وینا، روان کال د ترهګرۍ ضد ۴۰ زره ۳۴۸ عملیات ترسره شوي چې پکې ۲ زره ۸۴ تایید شوي ترهګر وژل شوي دي. احمد شریف چوهدري ټینګار وکړ چې ترهګر باید یا وسلې پر ځمکه کېږدي او یا به د امنیتي ځواکونو له سخت اقدام سره مخ کېږي.
