د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر په توګه د محمود خان اڅکزي د منلو څخه انکار کړی او د ګوند د داخلي ټاکنو، د اساسي قانون د بدلون او حسابونو اړوند قضیې اورېدنه یې د اګست تر ۱۹مې وځنډوله. د اورېدنې پر مهال چیف الیکشن کمېشنر سکندر سلطان راجه وویل، تر هغو چې په ګوند کې داخلي ټاکنې نه وي شوې، ګوند قانوني مشر نه لري، نو ځکه محمود خان اڅکزی د ګوند د مشر په توګه نه شي منل کېدای. کمېسیون د پاور آف اټارني د ریکارډ برخه جوړولو پرېکړه هم وکړه او ویې ویل چې په دې اړه به جلا حکم صادر شي.
