تازه خبرونه ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

د کوټې د ترهګرۍ ضد محکمې د سردار اختر جان مېنګل پر ضد مقدمه لغوه کړه

کوټه(وېب نیوز) د کوټې د ترهګرۍ ضد محکمې د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل پر ضد د ترهګرۍ درج شوې مقدمه غیرقانوني، له بد نیتۍ ډکه او باطله وبلله. محکمه د ساجد ترین اېډوکېټ له دلایلو اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې یاده ایف آی آر قانوني شرایط نه پوره کوي. د محکمې له پرېکړې وروسته ساجد ترین اېډوکېټ وویل، دا فیصله ثابتوي چې د سردار اختر جان مېنګل پر ضد قضیه سیاسي انګېزه لرله او ګوند به د دغسې سیاسي مقدماتو له امله له خپلې مبارزې لاس وانخلي.