تازه خبرونه ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

د کوټې د سورنج ۲ د سکرو په کانونو کې د زهرجنو ګازونو چاودنه، ۳۳ کان‌کیندونکي بند پاتې؛ د ۱۱ مزدورانو مړي راویستل شول

د کوټې د سورنج ۲ سیمې د سکرو په دوو کانونو کې د زهرجنو ګازونو د زورورې چاودنې له امله ۳۳ کان‌کیندونکي د کانونو دننه بند پاتې شوي، چې تر دې دمه د ژغورنې ډلو د ۱۱ مزدورانو مړي راایستلي او د پاتې کسانو د ژغورلو هڅې لا هم روانې دي. د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د بلوچستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ، د کانونو او معدنیاتو ریاست، ریسکیو ډلې، پولیس او ضلعي اداره سیمې ته رسېدلي او بیړني عملیات یې پیل کړي دي. چارواکي وایي، چاودنه د کان دننه د زهرجنو ګازونو د راټولېدو له امله شوې، او د ګازو شتون او سختو شرایطو د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ کړي، خو د بند پاتې کان‌کیندونکو د ژغورلو لپاره ټول موجود امکانات کارول کېږي او عملیات به تر بشپړېدو دوام ولري.