کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ د کلاتک سیمې څخه دوه ورځې وړاندې تښتول شوي اووه مزدوران ټول وژل شوي دي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د رسنیو سلاکار بابر یوسفزي ویلي، د تربت د ناصرآباد سیمې څخه د شپږو تښتول شويو مزدورانو مړي ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې اووم مزدور د تښتونې پر مهال سمدستي په ډزو وژل شوی و. د چارواکو په وینا، په وژل شويو کې څلور کسان د پنجاب او دوه د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي وو. پولیس وایي، نامعلومو وسلوالو لومړی مزدور وواژه، پاتې شپږ یې له ځان سره بوتلل او وروسته یې هم ټول ووژل، چې مړي یې د ناصرآباد په سیمه کې وموندل شول.
