د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي، امنیتي ځواکونو د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ بریالي عملیات ترسره کړي، چې پکې د دوی په وینا د “فتنه الهندوستان” په نوم له یوې وسلهوالې ډلې سره تړلي څلور وسلهوال وژل شوي او له چاودېدونکو توکو ډکې دوه موټرې، چې د موټر بمونو په توګه د کارولو لپاره چمتو شوې وې، له منځه وړل شوې دي. د پوځ په وینا، عملیات د جولای په ۳۰مه د پټې اطلاع پر بنسټ ترسره شول، او امنیتي ځواکونو د وسلهوالو د فعالیت مخه په وخت ونیوله. وایي، په سیمه کې د نورو احتمالي وسلهوالو د شتون له امله د پلټنې او تصفیې عملیات لا هم روان دي، او د ملي عمل پلان او «عزم استحکام» ستراتیژۍ له مخې به د ترهګرۍ ضد عملیات تر بشپړ پای پورې دوام ولري.
