پاکستان ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

ډي جي آی اېس پي آر: ترهګر دې وسله پر ځمکه کېږدي، که نه له سخت اقدام سره به مخ شي

راولپنډۍ (وېب نیوز): د آی اېس پي آر مشر لېفټننټ جنرال احمد شریف چوهدري ویلي، روان کال د ترهګرۍ پر ضد ۴۰ زره ۳۴۸ استخباراتي عملیات ترسره شوي چې پکې ۲ زره ۸۴ تایید شوي ترهګر وژل شوي او ۸۱۹ امنیتي سرتېري شهیدان شوي دي. نوموړي وویل، له ترهګرو سره د خبرو هېڅ امکان نشته، هغوی باید د اساسي قانون له مخې وسله پر ځمکه کېږدي، که نه امنیتي ځواکونه به پرې قاطع عملیات وکړي. هغه زیاته کړه چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد عملیات دوام لري او د بلوچستان په اړه منفي تبلیغات روان دي، خو دولت د سولې، پرمختګ او د قانون د واکمنۍ لپاره ژمن دی. نوموړي ټینګار وکړ چې د حقونو ترڅنګ د هر وګړي مسؤلیت هم شته او د هر پاکستانی لومړنی او وروستی هویت باید پاکستاني وي.