پاکستان ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

کشمیر د پاکستان تر ټولو نازولی سیمه ده، تر ټولو زیاتې سرچینې ورته ځانګړې کېږي: د آی اېس پي آر مشر

راولپنډۍ (وېب نیوز): د آی اېس پي آر مشر لېفټننټ جنرال احمد شریف چوهدري ویلي، کشمیر د پاکستان تر ټولو نازولی برخه ده او د سرچینو له پلوه ورته تر ټولو زیات امکانات او پاملرنه ورکول کېږي. نوموړي د راولپنډۍ د خبري غونډې پر مهال وویل چې د کشمیریانو دریځ روښانه دی او کشمیر د پاکستان نه بېلېدونکې برخه ده. هغه ادعا وکړه چې هند او افغانستان د ترهګرۍ په برخه کې ګډه اجنډا لري او افغان طالبان له ترهګرو سره مرسته کوي. د ده په وینا، روان کال په ټول هېواد کې له ۴۰ زرو څخه ډېر استخباراتي عملیات ترسره شوي چې له دې جملې څخه تر ۳۱ زرو زیات عملیات په بلوچستان کې شوي او په دغو عملیاتو کې ۲ زره ۸۴ ترهګر وژل شوي دي.