تهران (وېب نیوز)ایران هغه راپورونه رد کړي چې پکې ادعا شوې وه ګواکې تهران د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو له پلان سره موافقه کړې ده. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، باخبره سرچینو ویلي چې د هرمز تنګي په اړه د ایران په تګلاره کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او په دې اړه خپاره شوي خبرونه بې بنسټه دي. سرچینو زیاته کړې چې د هرمز تنګي په څېر د مهم ستراتیژیک سمندري لارې په اړه د ایران دریځ هماغسې پر خپل ځای پاتې دی او د نوې پرېکړې یا بدلون هېڅ فیصله نه ده شوې. ایراني چارواکو ویلي چې ځینې بهرني او د ایران مخالفې رسنۍ د ایران د پالیسۍ په اړه ناسم تاثر خپرولو هڅه کوي. دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې د هرمز تنګي وضعیت د نړیوالې پاملرنې مرکز ګرځېدلی، ځکه د نړۍ د نفتو او ګازو لویه برخه له همدې سمندري لارې لېږدول کېږي.
