تهران (وېب نیوز)ایران د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې تهران د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې وه. د ایران د مهر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، ایراني پوځي چارواکو ویلي چې امریکا ته د نویو پوځي عملیاتو د نه ترسره کولو لپاره هېڅ غوښتنه نه ده شوې او د ټرمپ څرګندونې بې بنسټه او له حقیقت څخه لرې دي. چارواکو دغه ادعا “یو نوی دروغ” بللی او ویلي یې دي چې د ایران وسله وال ځواکونه په بشپړ چمتووالي او لوړې کچې خبرداری کې دي او د هر ډول احتمالي یرغل په صورت کې به قوي او مناسب ځواب ورکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري. بل لور ته ولسمشر ټرمپ ادعا کړې وه چې د ایران او د سیمې د ځینو هېوادونو په غوښتنه پلان شوی برید ځنډول شوی او د برید لغوه کېدل به د چټک تړون له ترسره کېدو سره تړلي وي.
