پاکستان ۲ اگست ۲۰۲۶

خواجه آصف. محسن نقوي تر ټولو ځواکمن وزیر دی او په ډېرو چارو کې وزیراعظم ته هم ځواب ویونکی نه دی

اسلام‌آباد (وېب نیوز)د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، محسن نقوي د اوسني حکومت تر ټولو ځواکمن وزیر دی او په ګڼو چارو کې حتی وزیراعظم ته هم ځواب ویونکی نه دی. نوموړي له یوې خصوصي ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل، محسن نقوي د کورنیو چارو وزیر دی، خو ځان د نظام برخه نه ګڼي، د کابینې په غونډو کې یوازې دوه یا درې ځله لیدل شوی او پارلمان ته یې هم ډېر لږ حضور کړی دی. خواجه آصف زیاته کړه، که محسن نقوي خپله د نظام په اړه شکایت کوي، نو حکومت باید د خپل طرزِ عمل جدي ارزونه وکړي.