پاکستان ۲ اگست ۲۰۲۶

خواجه آصف محسن نقوي ته د نظامي اصلاحاتو د پیل لپاره د نیشنل ایکشن پلان د عملي کولو مشوره ورکړه

اسلام‌آباد (ویب نیوز) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نظام په اړه د بیان په غبرګون کې ویلي، چې د هغه له ځینو خبرو سره تر یوه بریده موافق دی، خو که په نظام کې اساسي بدلون راوستل غواړي، نو د دې قانوني او آئیني لاره پارلمان او فدرالي کابینه ده. نوموړي وویل، محسن نقوي له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې په مهمو دولتي څوکيو ناست دی او که یې غوښتل، د اصلاحاتو لپاره یې عملي ګامونه اخیستلای شول. خواجه آصف زیاته کړه چې پارلمان او کابینه کمزورې کول او له هغو بهر د داسې مهمو موضوعاتو مطرح کول مطلوبه پایله نه لري. هغه وویل، د نیشنل ایکشن پلان له ۱۳ مادو څخه امنیتي ځواکونو په خپل مسؤلیت عمل کړی، خو پاتې مادې د کورنیو چارو وزارت مسؤلیت دی، نو د نظام د اصلاح پیل باید د همدې پلان له بشپړ عملي کولو څخه وشي.