پاکستان ۲ اگست ۲۰۲۶

د آزاد کشمیر ټاکنېد دوهم پړاو په لومړنیو پایلو کې مسلم لیګ (ن) مخکښه، پیپلز ګوند د پایلو د ردولو غوښتنه وکړه

مظفرآباد/اسلام‌آباد (وېب نیوز)د آزاد جموں او کشمیر د قانون سازې اسمبلۍ د ټاکنو د دوهم پړاو لومړنۍ او غیرحتمي پایلې ترلاسه کېدل پیل شوي دي. تر اوسه د بشپړو پایلو له مخې مسلم لیګ (ن) په ۷ او پاکستان پیپلز ګوند په یوه څوکۍ بریالی شوی، په داسې حال کې چې په ګڼو نورو حلقو کې د رایو شمېرنه لا هم روانه ده او مسلم لیګ (ن) مخکښه ده. بل لور ته د پیپلز ګوند مشر راجا پرویز اشرف د ټاکنیز بهیر پر شفافیت سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د ده په شخصي نظر، ګوند باید پایلې رد او د درېیم پړاو ټاکنې بایکاټ کړي، خو وروستۍ پرېکړه به مرکزي مشرتابه کوي. نوموړي ادعا وکړه چې ټاکنې غیرشفاف وې، پر کارکوونکو تشدد شوی او د ټاکنو کمېسیون خپله بې پرې دنده نه ده ترسره کړې. په همدې حال کې د دفاع وزیر خواجه آصف ادعا وکړه چې په ځینو حلقو کې پاکستان تحریک انصاف د پیپلز ګوند د نوماندانو ملاتړ کړی، او مسلم لیګ (ن) د خلکو د ملاتړ او پیاوړي انتخاباتي کمپاین له امله برلاسی شوې ده۔