کوټه (وېب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ولایتي مشر عبدالقہار خان ودان ویلي چې د اګست په ۵مه د تحریک تحفظ آئین پاکستان تر سیوري لاندې کېدونکي ستر احتجاجي لاریون لپاره دې بشپړ چمتووالی ونیول شي. نوموړي دا خبرې د کوټې د تحصیل صدر د اجرائیه او کمېټې غونډو ته د وینا پر مهال وکړې. په غونډه کې سید شراف آغا، نعیم پیرعلیزئي او نورو مشرانو هم ویناوې وکړې. ویناوالو په کوټه کې د برېښنا پرلهپسې بېاعلانې لوډشیډنګ، د ولټاژ کمښت، درنو برېښنايي بلونو، ناامنۍ او د ښار د خراب صفایي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له کیسکو، حکومت او اړوندو ادارو یې د سمدستي اقداماتو غوښتنه وکړه. غونډې د هنه اوړک او نورو سیمو د ناامنۍ پېښې وغندلې، د صفا پروژې د کمزورې کړنې یې غندنه وکړه او له میټروپولیټن کارپورېشن څخه یې وغوښتل چې د ښار پاکوالي او د ملاریا او نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره سپرې ترسره کړي. د ګوند مشرانو ټولو فرعي تنظیمونو، سیمهییزو اجرائیه کمېټو او یونټونو ته لارښوونه وکړه چې جلا جلا غونډې وکړي او د اګست د ۵مې احتجاجي لاریون کې د جلوسونو په بڼه پراخ ګډون یقیني کړي.
