کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان حکومت د سورنج د سکرو کان د خونړۍ پېښې د شفافو او لوړې کچې پلټنو پرېکړه کړې او د تحقیقاتو مسؤلیت یې د وزیراعلی د تفتیشي ټیم ته سپارلی دی. د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي د پېښې سخت نوټس اخیستی او د سي اېم آی ټي مشر بشیر احمد بنګلزۍ په مشرۍ یې ځانګړې پلټنیزه ډله ګومارلې ده. دغه ډله به د جولای د ۳۰مې نېټې د پېښې ټول اړخونه، د خوندیتوب تدابیر، د کان د عملیاتو طریقه، د اړوندو ادارو څارنه، د ماینونو د تفتیش ادارې فعالیت او د کان د مالکانو او قراردادیانو مسؤلیتونه په تفصیل وڅېړي. حکومت هدایت کړی چې که د خوندیتوب په اصولو کې د هر چا غفلت یا بېپروايي ثابته شي، د قانوني او اداري اقدام سپارښتنه دې وشي. د پلټنو ډلې ته دا هم ویل شوي چې د پېښې ځای معاینه کړي، د قربانیانو د کورنیو، ژوندي پاتې شویو کارګرانو، چارواکو او د کان د ادارې بیانونه ثبت کړي او په راتلونکو دوو اوونیو کې خپله بشپړه راپور وزیراعلی ته وسپاري. راپور به د راتلونکو ورته پېښو د مخنیوي لپاره د عصري خوندیتوب وسایلو، د ګازو د کشف سیستم، ژغورنیزو اسانتیاوو او د کارګرانو د روزنې په اړه هم سپارښتنې ولري.
