کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د بېړني عملیاتو مرکز اعلان کړی چې د دوشنبې له ورځې به د صوبې د ۱۳ ضلعو په ۶۲ لوړ خطر لرونکو یونین کونسلونو کې د پولیو ځانګړی کمپاین پیل شي. د همغږي کوونکي انعام الحق ویلي، د دې کمپاین پر مهال به د پنځو کلونو څخه کم عمره ۲ لکه ۹ زره ۵۵۷ ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي. د کمپاین د بریالیتوب لپاره ۸۶۲ ګرځنده او ساحوي ټیمونه، ۶۱ ثابت واکسینیشن مرکزونه او ۷۲ ټرانزیټ پواینټونه جوړ شوي، څو د سفر پر مهال هم ماشومان واکسین شي. نوموړي وویل چې په ځینو سیمو کې لا هم د پولیو ویروس د خپرېدو خطر موجود دی او د ماشومانو د تلپاتې معذورۍ د مخنیوي یوازینۍ اغېزمنه لاره پر وخت او پرلهپسې واکسین کول دي. هغه له والدینو غوښتنه وکړه چې له واکسین څخه انکار ونه کړي، له پولیو کارکوونکو سره همکاري وکړي او که ماشومانو مخکې هم څو ځله څاڅکي اخیستي وي، بیا هم دې په روان کمپاین کې حتمي واکسین شي.
