عیسیٰ خېل (وېب نیوز)د خېبر پښتونخوا د عیسیٰ خېل په سیمه کې څلور ماشومان د لوبو پر مهال په یوه ولاړ موټر کې بند پاتې شول او د ساه بندېدو له امله یې ژوند له لاسه ورکړ. د پولیسو په وینا، ماشومان سهار له کور څخه د لوبو لپاره وتلي وو او د نږدې کور په ولاړ موټر کې سپاره شوي وو، خو د موټر دروازې په اتومات ډول وتړل شوې او ماشومان ونه توانېدل چې بهر ووځي. کله چې ماشومان تر اوږدې مودې کور ته ستانه نه شول، د لټون پر مهال یې جسدونه له موټر څخه وموندل شول. په مړو شویو ماشومانو کې یو هلک او درې نجونې شاملې دي چې عمرونه یې د ۴ او ۷ کلونو ترمنځ وو. جسدونه روغتون ته لېږدول شوي او پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.
