هنګو (وېب نیوز)امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په چپړي نریاب سیمه کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اړوند مبینه مهم قوماندان احمد مشهور په امیر معاویه وژلی دی. د امنیتي چارواکو په وینا، نوموړی د خزینه بانډه پولیسي پوستې د برید مبینه اصلي طراح و، هغه برید چې پکې د یوه ډي اېس پي په ګډون ۱۰ پولیس شهیدان او ۲۸ نور ټپیان شوي وو. چارواکي وایي امیر معاویه په تنظیم کې د قوماندان کاظم وروسته مهمه دنده لرله او په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې مطلوب و. امنیتي سرچینو ویلي، دغه عملیات د هنګو د شهیدو پولیسو د وینې غچ دی او د برید له ټولو نورو ښکېلو کسانو سره به هم بې توپیره قانوني چلند او عملیات دوام ولري.
