تازه خبرونه ۳ اگست ۲۰۲۶

دوهم ټیسټ: ویسټ انډیز په لومړۍ پاڼۍ کې په ۳۴۴ منډو وسوځېد، پاکستان ۱۵۳ منډې او ۲ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي

کوټه(وېب نیوز) د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د دوهم ټیسټ لوبې کې د کوربه ویسټ انډیز لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې د ۳۴۴ منډو په جوړولو سره وسوځېده، چې په ځواب کې پاکستان د بیټنګ پر مهال ۱۵۳ منډې جوړې کړې دي او دوه لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي. ویسټ انډیز د ټاس ګټلو وروسته لومړی بیټنګ غوره کړی و، چې جسټن ګریوز ۷۳ او روسټن چیس ۷۰ منډې وکړې، په داسې حال کې چې برېنډن کینګ ۴۶، شای هوپ ۲۹ او عامر جینګو ۲۶ منډې جوړې کړې. د پاکستان لپاره آف سپن بالر ساجد خان غوره توپ اچونه وکړه او ۴ لوبغاړي یې وسوځول، محمد علي، عبید شاه او علي عثمان دوه، دوه ویکټې ترلاسه کړې. د پاکستان بیټنګ روان دی او ملي لوبډلې ۱۵۳ منډې جوړې کړې دي، خو دوه لوبغاړي یې آوټ شوي دي.