اسلام آباد (وېب نیوز): د وزیراعظم سلاکار رانا ثناءالله ویلي، د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف ګوند ته ویلي چې د محسن نقوي څرګندونو ته ځواب ور نه کړي، ځکه د هغه د خبرو او انداز سره سخت اختلاف لري. نوموړي په یوه ټلوېزیوني پروګرام کې وویل چې د محسن نقوي خبرې نه روښانه او بېمفهومه وې، حال دا چې د پاکستان پارلماني جمهوري نظام او اساسي قانون د هېواد د یووالي ضامن دي. هغه وویل ستونزه په نظام کې نه، بلکې د هغه په عملي کولو کې ده، او که ټول اساسي قانوني بنسټونه په خپلو حدودو کې کار وکړي، ستونزې به هوارې شي. رانا ثناءالله زیاته کړه چې د نویو اداري واحدونو په اړه د اسټېبلشمنټ له خوا هېڅ ټاکلې نېټه یا لارښوونه نه ده ورکړل شوې او د پاکستان پیپلز ګوند سره شوی حکومتي تړون به همداسې عملي کېږي.
