کوټه(وېب نیوز) د پنجاب د اطلاعاتو وزیرې عظمیٰ بخاري د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري د آزاد کشمیر د ټاکنو په اړه د بیان په غبرګون کې طنزیه تبصره کړې ده. هغې ویلي دي: “اف، موږ وډار شو، اوس به څه کېږي؟” عظمیٰ بخاري د بلاول بهټو د بیان سره د مسکا کوونکي سټیکرونه هم شریک کړي دي. بلاول بهټو زرداري مخکې آزاد کشمیر ټاکنې خونړۍ او د درغلۍ ډکې بللې وې او ویلي یې وو چې ټاکنې شفافې نه وې. هغه ویلي وو چې سره له دې پیپلز ګوند په ۹ انتخابي څوکیو بریا ترلاسه کړې او د میرپور او مظفرآباد د هغو څوکیو د بېرته ترلاسه کولو هڅه به وکړي چې د دوی په وینا ترې اخیستل شوې دي. بلاول بهټو ویلي وو چې پیپلز ګوند به هېڅکله میدان نه پرېږدي.
