کوټه (وېب نیوز): د هنه اوړک د پرلت کمېټې او د حکومت د مذاکراتي کمېټې ترمنځ خبرې بریالۍ شوې، چې ورسره د پرلت د پای ته رسولو پرېکړه هم وشوه. د پرلت کمېټې ویلي، د حکومت له لوري پر وړاندې شویو وړاندیزونو له هوکړې وروسته یې د احتجاج د ختمولو اعلان کړی دی. کمېټې زیاته کړه چې د شوې هوکړې د عملي کېدو څارنه به دوام ولري، او د دغو مذاکراتو په پایله کې به په سیمه کې عادي ژوند او تګ راتګ بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
