اسلامآباد (وېب نیوز): د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناءالله ویلي، یوازې په خبرو نوي ولایتونه نه شي جوړېدای، بلکې د دې لپاره د اساسي قانون له مخې ټاکلی بهیر، ملي هوکړه او د ملي کمېسیون جوړول اړین دي. نوموړي له جیو نیوز سره په خبرو کې وویل چې د نویو اداري واحدونو د جوړېدو لپاره د بودجې، د قومي او صوبایي اسمبلیو او سنا د استازیتوب په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو پراخې سلا مشورې ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه چې د کوچنیو ولایتونو او پیاوړي محلي حکومت په اړه باید په پارلمان کې بحث وشي او وروستۍ پرېکړه به سیاسي مشرتابه کوي. رانا ثناءالله د محسن نقوي د بیان په اړه وویل چې دا د هغه شخصي نظر کېدای شي، خو د هغه خبرې روښانه نه وې او دا هم نه معلومېده چې نوموړی په اصل کې څه ویل غوښتل.
