کوټه (ویب نیوز): د بلوچستان حکومت مخکښ قانونپوه اکبر شاه اېډوکېټ د بلوچستان سروس ټریبونل د رئیس په توګه ټاکلی او د دې پرېکړې رسمي خبرتیا یې هم خپره کړې ده. د خبرتیا له مخې، اکبر شاه اېډوکېټ به د خپلې دندې له پیل وروسته د دولتي کارکوونکو د دندو اړوند د استینافونو او نورو قضیو اورېدنه کوي. د رسمي سرچینو په وینا، له دې ګومارنې سره به د بلوچستان سروس ټریبونل اداري او قضایي چارې لا اغېزمنې شي او د دولتي کارکوونکو اړوند ځنډېدلو قضیو په ژر او مؤثره حل کې به مرسته وکړي.
