کوټه (ویب نیوز)د جماعت اسلامي بلوچستان امیر او د صوبايي اسمبلۍ غړي مولانا هدایت الرحمن بلوچ اعلان وکړ چې د ناامنۍ، اداري فساد، د سرحدونو د تړل کېدو، پر پټرولیمي توکو د غیرقانوني اخذونو، بېکارۍ او ګرانۍ پر ضد به د اګست پر ۷مه د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې مهمې لویې لارې، کوسټل هایوې، نیشنل هایوې، جي روډونه او بای پاسونه د پرامنه احتجاجونو په ترڅ کې وتړل شي. هغه وویل چې د ټرانسپورټرانو، سوداګرو او د ټولنې بېلابېل قشرونه به په دې احتجاج کې برخه اخلي او د ټولو ضلعو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې په کوټه او د بلوچستان په ۲۱ ضلعو کې به د ماښام په ۴ بجو ولسي غونډې، احتجاجونه او د سړکونو بندولو پروګرامونه ترسره شي، څو د بلوچستان د خلکو غوښتنې او ستونزې د واکمنو او رسنیو مخې ته وړاندې شي. مولانا هدایت الرحمن بلوچ وویل چې د بلوچستان خلک د ناامنۍ، ورکو کسانو، اقتصادي ستونزو، بېکارۍ، د لارو د ناامنۍ، د سرحدونو د تړل کېدو او ګرانۍ له سختو ستونزو سره مخ دي، خو واکمن د دغو ستونزو په حل کې پاتې راغلي دي. هغه له ولس، سوداګرو، ټرانسپورټرانو، ځوانانو او قبایلي مشرانو وغوښتل چې د اګست پر ۷مه په خپلو سیمو کې د پرامنه احتجاجونو او سړکونو بندولو په پروګرامونو کې فعاله برخه واخلي.
