کوټه (ویب نیوز): د پاکستان اولمپیک د سرو زرو مډال ګټونکي او نړیوال شهرت لرونکي جیولین غورځوونکي ارشد ندیم د کامن ویلتھ لوبو کې د اتلولۍ د دفاع نه کولو له امله پر هغه شویو نیوکو ځواب ورکړی دی. ارشد ندیم ویلي چې د سړې هوا او یخو بادونو له امله یې بدن سخت شوی و، چې له کبله یې خپله غوره غورځونه ترسره نه شوه کړای. هغه په خپل پلرني ښار میاں چنوں کې د خبرو پر مهال وویل چې تر هر څه مخکې د الله تعالی شکر ادا کوي چې روغ رمټ خپل هېواد او ښار ته ستون شوی دی. نوموړي د تمې مطابق د کارکردګۍ نه ښودلو له امله له ولس څخه بښنه وغوښته او ویې ویل چې په ورزش کې هر لوبغاړی ښه او بدې ورځې لري. ارشد ندیم وویل چې هېڅ لوبغاړی داسې نه وي چې د بریا لپاره بشپړه هڅه ونه کړي، ده هم په اخلاص او سخت کار سره د غوره کارکردګۍ هڅه وکړه، خو پایله د الله تعالی په رضا ده.
