کوټه (ویب نیوز) پاکستان مسلم ليګ (ن) او پاکستان تحريک انصاف د نویو صوبو د جوړولو پر اصولي دریځ موافقه کړې ده. د جیو نیوز په پروګرام کې د خبرو پر مهال د دفاعي تولید وفاقي وزیر رضا حیات هراج وویل چې په هېواد کې به نوي صوبې خامخا جوړېږي او دا بهیر به د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ ترسره کېږي. هغه وویل چې نه وزیراعظم شهباز شریف له دندې روانېږي او نه هم د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، بلکې د نویو صوبو جوړولو لپاره به کار دوام ولري. په دې مهال د تحریک انصاف چیف وېپ ملک عامر ډوګر هم د نویو صوبو د جوړېدو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د دې موضوع په اړه د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له نظر سره موافق دی. هغه زیاته کړه چې جنوبي پنجاب به لومړنۍ نوې صوبه وي.
