پاکستان ۴ اگست ۲۰۲۶

د پېښور هایکورټ پرېکړه د کیسکو لیبر یونین د ۱۳ کلنې قانوني مبارزې بریا وبلل شوه

کوټه (ویب نیوز)د کیسکو لیبر یونین بلوچستان مشر پیر محمد کاکړ ویلي چې د پېښور هایکورټ له لوري د هایډرو یونین د سټې آرډر ختمول او د نیشنل انډسټریل ریلیشنز کمېشن پرېکړه پر ځای ساتل د دوی د ۱۳ کلنې قانوني او جمهوري مبارزې ستره بریا ده. هغه د یونین د بېړنۍ غونډې پر مهال وویل چې د واپډا د بیا تنظیم وروسته هره برېښنايي کمپنۍ خپلواک اداري جوړښت لري، نو د هرې کمپنۍ د کارکوونکو استازې اتحادیه هم باید د هماغې کمپنۍ په کچه وي. نوموړي زیاته کړه چې د له پرېکړې وروسته هایډرو یونین په بېلابېلو محکمو کې سټې آرډرونه اخیستي وو، خو اوس هایکورټ د یادې ادارې پرېکړه پر ځای ساتلې ده. پیر محمد کاکړ وویل چې له دې پرېکړې وروسته به راتلونکي ریفرنډمونه د هرې کمپنۍ په کچه ترسره کېږي او دوی هیله لري چې د بلوچستان هایکورټ کې روانه قضیه به هم د کارکوونکو په ګټه پرېکړه شي. د غونډې نورو ویناوالو وویل چې کیسکو لیبر یونین به د کارکوونکو د حقونو، دندو د خوندیتوب، ترفیعاتو، د خدمتونو جوړښت او خوندیتوب لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي او د راتلونکو ریفرنډمونو لپاره به پراخ کمپاین ترسره کړي.