تازه خبرونه ۴ اگست ۲۰۲۶

د کوټې باکسر قدرت الله د ګلاسګو په هوايي ډګر کې د ورکېدو ادعا، کورنۍ یې اندېښمنه ده

کوټه (ویب نیوز)د کوټې ځوان او تکړه باکسر قدرت الله، چې د کامن وېلت لوبو کې د پاکستان د استازیتوب لپاره د سکاټلنډ ګلاسګو ښار ته روان و، د هوايي ډګر څخه د هغه د ورکېدو د ادعاوو له خپرېدو وروسته یې کورنۍ سختې اندېښنې څرګندې کړې دي. د کورنۍ د معلوماتو له مخې، له قدرت الله سره وروستی تماس په هوايي ډګر کې شوی و، خو له هغې وروسته یې موبایل بند شوی او هېڅ ډول اړیکه ورسره نه ده ټینګه شوې. د هغه خپلوان وایي چې تر اوسه نه ده معلومه شوې چې نوموړی له خپلې لوبډلې سره دی او که بل ځای ته لېږدول شوی. کورنۍ یې د پاکستان باکسنګ فدراسیون، اړوندو ادارو او نورو چارواکو سره د معلوماتو ترلاسه کولو هڅې کوي، خو لا یې روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی. د قدرت الله خپلوانو ویلي چې هغه یو زحمتکښ او بااستعداده لوبغاړی دی او د هغه ناڅاپي بې‌درکه کېدل نه یوازې د کورنۍ، بلکې د سپورټي حلقو لپاره هم د اندېښنې وړ دي. دوی له وفاقي حکومت، د بین الصوبایي رابطې وزارت، پاکستان سپورټس بورډ، پاکستان باکسنګ فدراسیون، د بهرنیو چارو وزارت او په بریتانیا کې د پاکستان له عالي کمېشن څخه غوښتنه کړې چې د نوموړي د موندلو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي او د هغه د روغتیا او ځای په اړه معلومات له کورنۍ سره شریک کړي.