کوټه (ویب نیوز)د پاکستان کرکټ لوبډلې د ویسټ انډیز پر وړاندې د دوهم ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۸۷ منډې وکړې او د ۴۳ منډو مهمه برتري یې ترلاسه کړه. د پاکستان لپاره عبدالله شفیق غوره بیټنګ وکړ او ۱۶۰ منډې یې جوړې کړې، چې د لوبډلې د پیاوړي سکور په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه. بابر اعظم ۸۸، اذان اویس ۵۵، ساجد خان ۳۰، محمد رضوان ۱۸ او امام الحق ۱۴ منډې ترلاسه کړې. تر دې وړاندې د ویسټ انډیز لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۴ منډې جوړې کړې وې.
