کوټه (ویب نیوز): فیلډ مارشل سید عاصم منیر د نیشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټۍ (این ډي اېم اې) د نیشنل ایمرجنسي آپرېشن سنټر څخه لیدنه وکړه، چیرې چې ورته د روان مون سون موسم، د طبیعي آفتونو پر وړاندې د چمتووالي او د «ډیزاسټر لینز ۲۰۲۶» په اړه معلومات وړاندې شول. د آی اېس پي آر له مخې، فیلډ مارشل د این ډي اېم اې هڅې وستایلې او لارښوونه یې وکړه چې په هره کچه بشپړ چمتووالی، د ادارو ترمنځ اغېزمنه همغږي او پر وخت غبرګون یقیني شي، ترڅو د خلکو ژوند او مهم ملي بنسټونه خوندي پاتې شي. هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان وسله وال ځواکونه د مون سون پر مهال د مرستو، ژغورنې او بیارغونې په چارو کې د ملکي ادارو او این ډي اېم اې د ملاتړ لپاره هر وخت چمتو دي.
