کوټه (ویب نیوز)د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن په کوټه کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په پاکستان، په ځانګړي ډول بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د حکومت عملي واکمني نه لیدل کېږي او د هېواد د ټولو ستونزو یوازینۍ حل لاره د اساسي قانون پلي کول او ملي سلا مشوره ده. نوموړي زیاته کړه چې د زور له لارې ستونزې نه شي حل کېدای او خلک په خپلو سیمو کې هم د تګ راتګ له ستونزو سره مخ دي. هغه د کشمیر وضعیت هم د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې د سیمې خلک پاکستان ته په هیله ګوري. د نویو صوبو د جوړېدو په اړه یې وویل چې دا یو اداري موضوع ده، خو د اړوندو خلکو نظر اخیستل اړین دي او پرېکړې باید د مشورې له لارې وشي. مولانا فضل الرحمن محمود خان اڅکزي ته مشوره ورکړه چې د اپوزیسیون د ګوندونو ګډه غونډه راوبولي څو ګډه تګلاره جوړه کړي. هغه وویل چې په پاکستان کې سیاستوالو ته د کار کولو فرصت نه دی ورکړل شوی، د پارلمان ارزښت کم شوی او هېواد باید د اساسي قانون له مخې اداره شي. نوموړي د کورنیو چارو پر وزیر محسن نقوي هم نیوکه وکړه او ویې ویل که هغه اوسنی نظام ناکام بولي، نو باید له خپلې دندې استعفا ورکړي. هغه زیاته کړه چې د مارشل لا په دورو کې اساسي قانون ته زیان رسېدلی او جمعیت علمای اسلام به خپله سیاسي او اساسي قانوني مبارزه روانه ساتي. مولانا فضل الرحمن دا هم روښانه کړه چې جمعیت علمای اسلام به په بلوچستان کې د حکومت برخه نه ګرځي، او د ډاکټر مالک بلوچ سره د لیدنې د تأیید ترڅنګ یې وویل چې نه پوهېږي آیا نوموړی به د بلوچستان نوی وزیراعلی شي که نه.
